شَعْبَان ٢ ١٤٤٧
Mededelingen:
De aangegeven iqamah-tijden in het gebedsschema zijn bij benadering. Voor de exacte Jamaah-tijd, neem vriendelijk contact op met De stichting van de organisatie.

هداية القرآن مقدمة

             د همدې تفسیر په هکله د جلیل القدر ه استاد یو څو تمهیدي خبري.

                                                              بِسمِ اللهِ الرّحمنِ الرّحِیم

    اَلْحَمْدُ للهِ! نَحْمَدُهُ وَنَسْتَعِيْنُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ وَ نُومِنُ بِهِ وَ نَتَوَکَّلُ عَلَیْهِ وَنَعُوْذُ بِاللهِ مِنْ شُرُوْرِ أَنْفُسِنَا وَمِنْ سَيِّئَاتِ أَعْمَالِنَا مَنْ يَهْدِهِ اللهُ فَلاَ مُضِلَّ لَهُ،وَمَنْ يُّضْلِلْ فَلاَ هَادِيَ لَهُ. وَ نَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيْكَ لَهُ وَ نَشْهَدُ أَنَّ سَیِّدَنَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ وَصَلَّی اللهُ تَعَالی عَلَیْهِ وَ السَلَّمَ تَسْلِیْمًا کَثِیْرًا کَثِیْرَا، أَرْسَلَهُ بِالْهُدَى وَدِيْنِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّيْنِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُوْنَ عَلی هَذِه الشَّهادَة. أَمَّا بَعْدُ،
    فَاَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّیْطَانِ الرَّجِیْمِ        بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم
سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل / الإسرَاء : اِنَّ هٰذَا الۡقُرۡاٰنَ يَهۡدِىۡ لِلَّتِىۡ هِىَ اَقۡوَمُ وَ يُبَشِّرُ الۡمُؤۡمِنِيۡنَ الَّذِيۡنَ يَعۡمَلُوۡنَ الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَهُمۡ اَجۡرًا كَبِيۡرًا ۙ‏﴿۹﴾                                                    صدق الله علی العظیم

دقران کریم د ترجمې او لنډ تفسیر د شروع ترمخه د مقدمې په توګه څو لنډي خبري :
– اوله خبره داده چي که د دین (قرآن، احادیثو، فقهي، وعظ،..) په هکله که و کتابونو ته نظر کړو نو وینو چي په اصطلاح په پېخر(بېخي ډېر) کتابونه موجود دي. دلته نو کېدای سي، و چا ته دا سوال پیدا سي چي په دې ټولو کي مو د خپل تدریس دپاره ولي قران کریم غوره او انتخاب کړ؟.
– د هند و پاکستان په نیمه قاره کي د انګرېزانو په مقابل کي ددې علاقې د مسلمانانو تر مبارزو او مقابلو وروسته انګرېز خو ولاړئ اما قانون یې د یو څه نسبي ازادۍ سره و مسلمانانو په تحفه کي ور پاته سو.
مولانا محمود الحسن چي د دیوبند د علماو څخه وو، د وخت د حاکم حکومت له خوا څخه (د نورو علما او طالبانو تر څنګ) په (مالتا جېل) کي څلور کاله بندي کېږي. د خپل بند په مده کي نوموړی په دې فکر کي کېږي چي :
یا الهی!
موږ ته دا دومره ذلت د کومه راغی؟ ولي دومره ذلیل سوو چي د کافر په لاس و لارښونه چي هر څوک(د مسلمانانو یو مقتدا، پېشوا، مشر،…) د هر ځای څخه وړي، بیايي. [په کلونو کلونو په بندي خانو کي په راز راز تکالیفو کي د ژوند شپې په سبا کوي او یا یې تر یوه او بل نامه لاندي په بندي خانو او یا تر بندي خانو دباندي په شهادت را رسوي؛ یا مو د کورونو څخه نر او ښځي را څخه بیايي؛ …] د هغو و
مخي ته درېدل، پوښتنه و تعقیب خو یې نسته چي نسته، د هغوی په خلاف د چا تر خوله اٰهْ او آواز لا هم نه راخېژي؛ تقریبا ټول مسلمان وروڼه مو بس په خپل بزنس او کاروبارونو کي داسي مصروف او غرق و ترک دي لکه په ملک کي چي یې هيڅ شی هم نه وي پېښ سوي او یا نه پېښېږي.
د دنیا په یو کنج و کنار کي دي یو مسلمان د کافر د کور څخه د هغوی یو څوک (نر، ښځه، لوی یا کوچنی) راوباسي او د ځانه سره دې بوزي چي د کفري نړۍ، سوپر طاقتونه اور اخلي او که نه!.
دا موږ مسلمانان ولي همداسي د (فیل په غوږ کي) د مرګي په خوب بیده یو.
او دا غم نو ولي باید خامخا د ملا و طالب جان تر غاړي وي. دی(مولانا محمود الحسن صاحب) لیکي چي :
زه تر ډېر چورت و فکر وروسته و دې نتیجې ته ورسېدم چي : مشکل اصلا زموږ د خپله لاسه دئ. او هغه دا چي موږ و کلام اللهی (قران کریم) ته شاه ورګرځولې ده؛ د کلام الله د فرامینو(فرمانونو او اوامرو) او احکاماتو بوی مو لا هم نه تر سږمو کېږی. یا په بل عبارت عام و خاص مو اصلا په دې خبر نه دي چي په دې قران شریف کي نو اصلا دي څه(یعني څه په کښي لیکلي دي)؟؛
د اکثریت پر خولو مو صرف همدا جاري دي چي :
د قران شریف قربان سم او د قران شریف قربان سم.
په حقیقت کي و موږ ته بس د قران شریف :
همدا قربان یې سم؛ را یې که چي مچ یې کم؛ په څو پوښونو کي د هغه پېچل او په یوه لوړه طاقچه و سرتاخ کي د هغه ايښودل را پاته دي.
که همداسي نه وای نو موږ به ولي په دې جنجالونو اخته کېدلای؟،
کافر به موږ ته راتللای پر څه؟، دا خو موږ په خپله راوستلی دئ.
بالاخره(مولانا محمود الحسن صاحب) دا تصمیم نیسي چي د بند څخه تر را خلاصېدو وروسته خپل ټول وخت د قران کریم و خدمت ته ورکړي، په همدې ملحوظ د قران مجید و ترجمې او درسونو ته مخه کوي. چي هغه ترجمه یې په وروسته کي نه یوازي دا چي د قران کریم دپاره یوه معیاري ترجمه ګرځي، بلکه د مولانا شبیر احمد عثمانی د تفسیر سره یو ځای کړه سوه چي نن یې پښتو او دري ژباړي د کابلي تفسیر تر عنوان لاندي، زموږ و مخي ته پرتې دي.
– بله خبره د دې ده چي الله سبحان و تعالی په خپل کلام کي راته فرمایي :
سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل / الإسرَاء : اِنَّ هٰذَا الۡقُرۡاٰنَ يَهۡدِىۡ لِلَّتِىۡ هِىَ اَقۡوَمُ وَ يُبَشِّرُ الۡمُؤۡمِنِيۡنَ الَّذِيۡنَ يَعۡمَلُوۡنَ الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَهُمۡ اَجۡرًا كَبِيۡرًا ۙ‏﴿۹﴾ صدق الله علی العظیم
[اللهﷻ (شاهدي ورکوي، راته فرمايي چي)] بېشکه که چا د دغه قران په فرامینو او احکامو باندي عمل وکړ، نو زه به هغه شخص و هغه لاري ته برابر کم، چي سیده زما اللهﷻ و حضور او جنت ته تللې ده. او و همدې کسانو ته باید د دې زېرۍ ورکړه سي چي الله سبحان و تعالی و دوۍ ته یو لوی اجر او ثواب ور په نصیب کوي]. ځکه مو نو تر نورو کتابونو د کلام الله و ترجمې او درسونو ته ترجیح ورکړه.
—————————
قران کریم امت مسلمه ته په ۵ عمده بخشونو کي خپل تعلیمات او هدایات وړاندي کوي.
– په عقایدو، عباداتو او معاملاتو کي :
– عقاید (توحید)؛ عبادات [لمونځ، روژه، زکات، حج؛ د (والدینو، اولاد، خانمي، دوستانو) حقوق،…] او معاملات [د مثال په ډول د کور، دکان،… په (کرایه، ګروي، قطعي رانیول)، چاته قرض ورکول، کسبه کاري، مزدوري او باغباني،…] مو باید ټول د الهي احکاماتو د لارښوني او هدایاتو مطابق وي. که همداسي و نه سي نو عبادات به مو عبادات نه بلکه محضي د خپل ځان په تکلیفول وي. دا په دې چي :
– یو خو چي (عبادات، اعمال) د الله سبحان و تعالی په دربار کي قبول و مقبول نه ګرځي. نو د هغه د کولو څه فایده؟.
– او بل که چېري د الهي احکاماتو د لارښووني او هدایاتو مطابق نه وي نو بیا هم
عبادات به مو عبادات نه بلکه محضي د خپل ځان په عذابول به وي.
د مثال په ډول په دې فکر چي په سجده کي انسان و الله سبحان وتعالی ته ډېر نژدي وی نو که د خپل نفس په تقاضا په یوه رکعت کي د دوو سجدو پر ځای درې سجدې کوو او یا د یو څلور رکعتي لمونځ پر ځای باندي د پنځه او یا شپږ رکعته لمانځه نیت
کوو نو دا ټول بېله دې چي خپل ځان مو په عذاب کړی او د قران کریم او احادیثو مخالفت مو کړی وي، بل څه په لاس نه ځني راځي.
– د معاملو په اړه باید وویل سي چي همدا اوس چي زموږ ټولو اکثریت سرمايې د یو څو محدودو اشخاصو په لاس کي دي او نور ټول یې تر نسلونو نسلونو پوري د خپلو مریانو او غلامانو په شکل کي په ګریوګان نیولي او محکوم ګرځولي دي؛ د یوه نهنګ په څېر چي [بسته (ټوله) کښتۍ په څپه وهي، تاک له تاکه او یا یې چپه کوي)]؛ زموږ ټول ملک په څپه وهي، د بربادۍ پر لور یې بیایي.
د اجناسو د صاداراتو او وارداتو د انحصار، احتکار او ګمرکي محصول نه ورکولو څخه رانیولې بیا د هغه اجناسو(شیانو) تر نرخ و نوا پوري ټول د همدې جنابانو تر واک او راج لاندي دي. او په خپلو دې ټولو معاملاتو کي (د یوې لحظې دپاره هم) د ځانه څخه نه پوښتي چي دا زما معامله خو به د قران کریم د احکامو په خلاف نه وي؟
دا ټول خو نو د قران څخه په بې خبرۍ کي کېږي.
– تهذیب الاخلاق؛ تدبیر المنزل او مدني سیاست کي :  کلام الهي،
– د تهذیب الاخلاق په برخه کي ددې درس او هدایت راکوي چي د شخصیت د نظره یو څوک باید د څرنګه اخلاقو خاوند و اوسي او څرنګه ژوند وکي.
– د تدبیر المنزل په برخه کي انسان ته په خپل کور کي د (مور، پلار، اولاد، مېرمني، خور او ورور،….) مقام او حقوق ور معلوموي او د هغو سره د ژوند کولو او د هغوی د حقوقو د رعایت او اداءکولو طور و طریقې راښیي.
– د مدني سیاست (ښاري ژوند) په برخه کي په کوڅه، ټولنه، اجتماع او ښارونو کي د انساني ژوند طور و طریقې تر بحث لاندي نیسي، انسانانو ته په ټولنه، محیط ماحول کي د څرنګه رویې اختیارولو او ژوند کولو لاري چاري ښیي تر څو نور خلګ د ژوند په هره عرصه کي د هغوي څخه د ضرر احساس و نه کي.
– ټولو ته معلومه ده چي انسان د کوچنیوالی، ځوانۍ او سپین ږېرتوب د مراحلو څخه تېرېږي. قران کریم د کوچنیانو د تعلیم و تربیې، د ځوانانو او سپین ږیرو د وجایبو، وظیفو او حقوقو په برخه کي لازمه هدایت او لارښونه راته کوي.

– څرنګه چي انسان په دې دنیا کي د صحت، مریضی، او مرګ د وقایعو سره مخامخ کېږی نو کلام الله په وضاحت سره هدایت راته کوي چي که څوک د پورته حالاتو څخه د یوه سره مخامخ کېږي نو د کومو احکاماتو د جاري کېدو احتمال ورباندي سته.

– مبدا ؛ حیات او معاد :
– قران کریم په مبداء کي دا راته ښیي چي حیات دي د کومه ځایه را شروع سوي دئ. په ساینس کي(چي د اسلام روښنایي ورسره نه سته) هَادَیْ نظریې يې وړاندی کړي چي انسان د بیزو زوی(د نسله څخه) دئ. خو پر دې باندي يې د سد سوری کوره دی (دې ته فکر نه کوي) چي دا څنګه ممکنه ده چي پلار یې بیزو خو زوی دې (انسان)، د ژوند په هره عرصه کي د دومره کمالاتو او تکنالوژی خاوند وي چي د بحر په تل کي یې هرڅه ولیدل، تحلیل او تجزیه یې کړه؛ د مځکي نس یې غري وري (څیري) او هر څه یې ځني راوایستل؛ فضا یې د جنګ ستاره ګان تر سرحده پوري تسخیر کړه. او که بحث پر دې وي چي تکامل یې کړی دئ. نو ولي اوس همدا تکامل یافته انسان مخته نور تکامل نه پسي کوي چي په یوه بل رقم بیزو، حیوان، یا یو بل موجود باندي واوړي.
– د حیات په برخه کي قرآن مجید دا تر بحث لاندی نیسي چي (ښه! اوس چي د مبداء څخه را تېر او ژوندي سوو نو د مځکي پر مخ مو دا ژوند باید په څه رقم وي).
– معاد په دې معنی چي مړ سي نو بېرته بیا را ژوندي کېږی. په دې برخه کي کلام الله د تر مرګ وروسته (د بېرته راژوندي کېدلو، د هر یوه سره حساب و کتاب کولو، او د هغه د تېرو اعمالو په مقابل کي د جزا او سزا د نکلونو) په اړه بیانونه، وضاحتونه، لارښووني او سیده لاره، راته ښیي.
په خلص ډول سره ویلای سو چي :
ټوله امت مسلمه په دې عقیده دئ چي :
– د دې کایناتو هرڅه (د انسان په شمول) ټول الله سبحان وتعالی پیدا کړي دي.
– انسان یو اجتماعي موجود او په اجتماع کي باید ژوند وکي.
– څرنګه چي انسان په اجتماع کي د (ښه، پر امن او صلح کي) ژوند تېرولو، دپاره و
یو لړ قوانینو ضرورت پیدا کوي. نو
الله سبحان و تعالی چي زموږ خالق دئ، موږ ته یې د رحمت په سترګه کتلي، د خپل کامل علم څخه یې په اجتماع کي د ښه ژوند د تېرولو طور و طریقې، د یوه الهي قانون په چوکاټ کي د انبیاوو علیهم السلام په وسیله را ته اعطاء کړي دي. او د هغه نوم یې اسلام ایښی دئ.
[او بېشکه هغه چا چي پیدا کړي یو هغه په پوهېږي چي :
انسان باید د ښه ژوند تېرولو دپاره  کومي طور و طریقې خپلي او په مخه واخلي تر څو دده په سلامتۍ او ګټه تمامي سي. دا دقیقا په همدې ډول ده لکه یو څوک چي یو شی د مثال په ډول یو مشین یا یوه اله اختراع کي، نو خو هغه مخترع یې په پوهېږي چي کوم شیان د هغه و دې اختراع سوي مشین او یا الې ته مفید او کوم شیان او حالات ضرر ورته رسوي. او څوک د هغه څخه څرنګه ښه استفاده کولای سي].

– اللهﷻ د همدې اسلام په هکله د یوې خبرتیا په شکل کي داسي راته فرمایي :
سُوۡرَةُ آل عِمرَان : اِنَّ الدِّيۡنَ عِنۡدَ اللّٰهِ الۡاِسۡلَامُ﴿۱۹﴾.
[د الله سبحان و تعالی په نزد چي هغه (حق او مقبول) دین دئ هغه اسلام دئ.]‏  
– زموږ د مزیدو معلوماتو دپاره راته فرمایي :
سُوۡرَةُ المَائدة
:اَلۡيَوۡمَ اَكۡمَلۡتُ لَـكُمۡ دِيۡنَكُمۡ وَاَ تۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِىۡ وَرَضِيۡتُ لَـكُمُ الۡاِسۡلَامَ دِيۡنًا‌…﴿۳﴾
نن مي ستاسی دپاره دا ستاسي دین (په اصولو او فروعو کي) درته مکمل کړ،
(ستاسی د دین په اکمال سره مي) پر تاسي باندي خپل نعمت تمام (در پوره او در په برخه) کړ، او (بالاخره مي) ستاسی دپاره اسلام د دین په توګه غوره کړ.

– اوس نو زموږ د لا زیاد متوجه کېدو دپاره موږ پرغوږ وهي، اخطار را کوي چي)
سُوۡرَةُ آل عِمرَان
: وَمَنۡ يَّبۡتَغِ غَيۡرَ الۡاِسۡلَامِ دِيۡنًا فَلَنۡ يُّقۡبَلَ مِنۡهُ‌ۚ وَهُوَ فِى الۡاٰخِرَةِ مِنَ الۡخٰسِرِيۡنَ‏﴿۸۵﴾
هر هغه څوک چي د اسلامه څخه ماسوا بل دین غواړي(اختیاروي یې) نو هیڅکله به هم دده څخه هغه قبول نه سي او دغه کس به په اخرت کي له زیان کارانو څخه وي.

د قران تعریف :
فَلْ قُرْانُ اَلْکِتَابُ : قران د الله سبحان و تعالی هغه کلام او کتاب دئ چي :
– اَلمُنَّزِلُ عَلی رَسُولِ : د اللهﷻ د خوا څخه پر نبي کریمﷺ باندي نازل کړه سوی دئ؛
– اَلْمَکْتُوبُ فیِ المَصَاحِفِ : په مصاحفو(قرانونو) کي په مکمل او محفوظ شکل یعني بېله کوم تغیر او تحریف څخه، نوشته سوی پروت دئ؛
– اَلْمَنْقُولُ عَنْهُ نَقْلًا مُتَواتِرًا بلا شُبْهَةٍ : او د علیه الصلوة والسلام څخه و موږ ته په
بلاشبه متواتر نقل سره ثابت او رانقل سوی دئ.
[دا متواتر نقل و دې ته وایي چي که انسان و یو شي ته فکر وکي نو یقین یې سي چي یاره دا شی خو نو والله که، درواغ کېدلای سي. د مثال په ډول :
– زموږ په وطن او یا هم د نورو براعظمونو په مختلفتو ممالکو او ښارونو کي داسي ډېر کسان سته چي امریکا یې په سترګو نه ده لیدلې. خو که د امریکا بیان ورته کېدئ نو دی نه وایي چي ایله د ځانه خبري مه کوه، امریکا بیا د کمه سوه. او یا ښایي په خپله د دې شخص څخه(چي امریکا یې په ژوند کي لیدلې نه ده) د امریکا په باره کي داسي بیانونه واورو لکه ده چي هلته په لس هاوو کلونه تېر کړي وي. دا ځکه چي دې شخص د خلګو څخه د امریکا په باره کي دومره متواتر بیانونه اورېدلي دي چي اوس یې هیڅ زړه ته نه لوېږي چي امریکا به نو د مځکي پر مخ باندي نه وي. دی په دې متقین وي چي د نړۍ دا دونه(دومره) خلګو(چي نه په یوه ژبه خبري کوي، نه هم یو د بل سره پېژني او نه هم یو د بل سره تماس نیولای سې)، دي نو د امریکا په باره کي دا دونه درواغ سره جوړ کړي وي. فلهذا د امریکا په نوم یو ځای، یو ملک حتما وجود لري.
– همدغه رنګه د نبي کریمﷺ د رسالت په اړه هَادَئْ قریب ۱۴۵۰ تېریږي. هیڅ څوک حتی کفار نه سي ویلای چي نبي کریمﷺ وجود نه درلود. او نه هم د هغه د جد وجهد او مبارزو څخه سترګی پټولای سي. البته ډېری کفار او منکرین یې د رسالت او نبوت څخه منکر دي. موږ دا د اوس امت مسلمه هم علیه الصلوة والسلام په سترګو
نه دئ لیدلی اما نو هَادَیْ نبوت و رسالت یې منو، ایمان مو پر راوړی دئ.

– وجهه تسمیه (نوم) یې : اللهﷻ خپل دغه کلام په مختلفو نومونو سره یاد کړی دئ :
سُوۡرَةُ البُرُوج : بَلۡ هُوَ قُرۡاٰنٌ مَّجِيۡدٌ ۙ‏﴿۲۱﴾.
(بلکه) دا قران یو شانداره، د قدر وړ، عظیم،…(کتاب) دئ. قران په دې معنی چي ایتونه یې سره متصل، تړل سوي او بار بار(په کثرت سره) تکرار ویل کېږي.
سُوۡرَةُ الفُرقان : تَبٰـرَكَ الَّذِىۡ نَزَّلَ الۡـفُرۡقَانَ عَلٰى عَبۡدِهٖ لِيَكُوۡنَ لِلۡعٰلَمِيۡنَ نَذِيۡرَا ۙ‏﴿۱﴾.
فرقان د حق او باطل په منځ کي د فرق کونکي په معنی سره دئ.
سُوۡرَةُ البَقَرَة : الٓمّٓۚ‏ ﴿۱﴾ ذٰ لِكَ الۡڪِتٰبُ لَا رَيۡبَۛۚۖ فِيۡهِۛۚ هُدًى لِّلۡمُتَّقِيۡنَۙ‏﴿۲﴾.
کِتَابْ د (لیکل سوي) په معنی سره دئ. یعني دغه کتاب لیکل سوی دئ.
سُوۡرَةُ الحِجر: اِنَّا نَحۡنُ نَزَّلۡنَا الذِّكۡرَ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰـفِظُوۡنَ‏﴿۹﴾.
دلته بیا د ذکر و نصیحت په نوم سره یاد سوی دئ. په دې معنی چي په همدې الهي کلام کي ډېر نصایح او پندونه سره جمع کړه سوي دي.
سُوۡرَةُ النِّسَاء : يۤـاَيُّهَا النَّاسُ قَدۡ جَآءَكُمۡ بُرۡهَانٌ مِّنۡ رَّبِّكُمۡ وَاَنۡزَلۡنَاۤ اِلَيۡكُمۡ نُوۡرًا مُّبِيۡنًا‏﴿۱۷۴﴾.
دلته ځکه د نور په نوم یاد سوی دئ چي حق او باطل په لېدلای او پېژندلای سو.

– د قران کریم موضوع او څیړنه :
د دنیا او اخرت په هکله د انسان د خیر او ښیګڼو د کارونو څېړل و بیانول دي یعني:
– د انبیا علیهم السلام د ژوند په هکله، تر خلګو پوري د اللهﷻ د پیغام په رسولو کي د هغوی د جد وجهد، زحمتونو، مبارزو په هکله حکایتونه راته لري.
– پر پخوانیو امتونو باندي د تېر سوو حالاتو، عبرتناک بیانونه راته کوي تر څو هغه راته د پند و نصیحت سبب سي.
– د عذاب آیاتونه او د محشر د ورځي د بېرونکو او هولناکه مناظرو بیانونه یې زموږ سره دا کمک کوي چي د اللهﷻ څخه وبېرېږو، د ګناهونو څخه پرهېز وکو، په خپلو عباداتو کي ثبات او استقامت ولرو، همېش یې وکو.(داسي نه چي یوه ورځ کړی، بله نه)
– د جنت د نعماتو بیانونه یې بیا موږ و دې ته تشویقوي او هڅوي تر څو د نېکو اعمالو په کولو سره هغه څه په لاس راوړو چي زموږ نفسونه یې د غوښتلو تقاضا کوي. اللهﷻ د جنتیانو په اړه راته فرمايي چي :

سُوۡرَةُ حٰمٓ السجدة / فُصّلَت : … وَلَـكُمۡ فِيۡهَا مَا تَشۡتَهِىۡۤ اَنۡفُسُكُمۡ وَلَـكُمۡ فِيۡهَا مَا تَدَّعُوۡنَ ؕ‏﴿۳۱﴾.  
هغه څه چي د دوی نفسونه یې خواهش وکي(وغواړي)، هغه به ورته ورکړه سي.  دا که د انسان حیواني او شهواني خواهشات وي او یا هم که نور څه.
– هدف او غرض یې :
د قران کریم زده کول؛ د هغه تلاوت کول؛ په معنی باندي یې ځان پوه کول؛ په هغه باندي عمل کول او بالاخره تر بل پوري رسول دي. د همدې کارونو کونکي د اللهﷻ په نزد د ټولو اجرونو او ثوابونو مستحق او د دواړه دارینو (دنیا و اخرت) سعادت او نېکبختي به یې ور په برخه سي(انشاء الله و الرحمن).
– قران مجید د ایتونو او سورتونو څخه جوړ دئ :
– سورة : سورة د قران کریم هغه برخي او قسمت ته وايي چي د ایتونو څخه جوړ، شروع او ختم ولري. د مثال په ډول سورة الفاتحه :
چي هَادَیْ د(۷) ایتونو څخه جوړه، شروع یې اَلۡحَمۡدُ لِلّٰهِ رَبِّ الۡعٰلَمِيۡنَۙ‏﴿۱﴾ او ختم یې غَيۡرِ الۡمَغۡضُوۡبِ عَلَيۡهِمۡ وَلَا الضَّآلِّيۡنَ‏ ﴿۷﴾ هم معلوم دئ. تر ټولو لنډه سورة، سورة الکوثر ده چي ۳ ایته لري. او تر ټولو اوږده یې سورة البقرة ده. چي۲۸۶ ایته لري.
ولي یې سورة بولي؟ :
د سورة لغت د [د سُورُ الْبَلَدْ او یا هم سُورُ الْفَرَسْ] څخه اخیستل سوی دئ.
– سُورُ الْبَلَدْ : د قلع د دېوال په معنی دئ.
په پخوا کي ښارونه دا د اوس د ښارونو په نسبت ډېر کوچنی وه. حتی جګ جګ دېوالونه او قلع به پر راګرځېدلې او د خلګو د حفاظت د پاره به یې دروازې درلودې. لکه په پخوا کي چي د کندهار د ښار دروازې وې :
– کابل دروازه (د کابل کاروان به پر همدې دروازې د ښاره وتئ او یا به ورته راتلې)،
– هرات دروازه(د هرات کاروان به پرهمدې دروازې د ښاره وتئ او یا به ورته راتلئ)، – شکارپور دروازه،(د پاکستان د شکارپور پرطرف به تجارتی قافلې ځني وتلې او یا به ورته راداخلېدلې) او عیدګاه دروازه،…].
ماښام به دغه دروازې تړل کېدې، لوړ په برجونو کي به يې پېره داران ناست وه ترڅو د ښار ټول خلګ د دښمن او یا هم د غلو د ضرره څخه په امان کي خپله شپه تېره کړای سي. د ښار د قلع او دېوال د (محافظت، ترمیم،…) کارونه په هغه وخت کي د وخت د پادشاه په غاړه او د هغه دپاره به یې مشخص افراد تعین کړي وه. (لکه همدا اوس چي حکومت د ښار جوړوني په برخه کي ښاروالي مؤظفه کړي ده).
نو د کندهار د ښار د هغه دېوال په څېر چي د ښار حفاظت به ېې کاوه، د قران مجید هره سورة  د خپلو مضامینو حفاظت کوي. څوک چي هغه سورة تلاوت کوي. نو الله سبحان و تعالی د هغه سورة د تلاوت په برکت هغه شخص د هغه د انساني او شیطاني دښمن د ضررونو څخه په خپل امان کي ساتي. انشاء الله الرحمن.
[انسانی دښمن و خلګو ته غلطي عقیدې او خبري ور ښیي) او شیطانی دښمن (چا ته وسوسی ور اچوي)].
او د قران کریم د سورتونو حفاظت بیا په خپله د اللهﷻ پر عهده باندي دئ :
سُوۡرَةُ الحِجر
: اِنَّا نَحۡنُ نَزَّلۡنَا الذِّكۡرَ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰـفِظُوۡنَ‏ ﴿۹﴾
دا پند و نصیحت (قران) موږ نازل کړی او (همدا) موږ یې حفاظت او ساتنه کوو.
– او سُورُ الْفَرَسْ بیا د آس پسخوردې (پاته شوني) ته وایي. نو په دې حساب د قران مجید هره سورة د قران مجید د یوې بقایا یا یوې برخي په معنی سره کېږي.

– ایت : ایت په لغت کي و (نخښي او علامې) ته ویل کېږي. او د قران کریم په اصطلاح کي ایت د قران مجید و هغه ټوټې ته وايي چي د کلماتو څخه جوړ او خپل ځانته سر و پای ولري. لکه : اَلۡحَمۡدُ لِلّٰهِ رَبِّ الۡعٰلَمِيۡنَۙ‏﴿۱﴾
چي هَادَیْ د کلماتو څخه جوړ دئ، شروع یې (اَلۡحَمۡدُ) او اخیر یې (الۡعٰلَمِيۡنَ) دئ.
– فاصله : هغه علامې ته ویل کېږي چي یو ایت د بل ایت څخه جلا کوي﴿ ﴾. او
بعضا د ایت د اخری کلمې و وزن ته هم فاصله وایي. چي دا قافیي يې سره ور برابروی. لکه : الۡعٰلَمِيۡنَ، الدِّيۡنِؕ‏، نَسۡتَعِيۡنُؕ‏، الۡمُسۡتَقِيۡمَۙ‏،….
– د قران مجید ترتیب :  د قران مجید تتیب پر دوه ډوله دئ :

– ترتیب کتبي : دا اوس چي قران مجید په مصاحفو(قران مجیدونو) کي موږ ته پروت دئ، بس په لوح محفوظ کي هم په همدغسي شکل، د اول ایت څخه نیولې بیا تر اخر ایت پوري نوشته پروت دئ. د قران مجید و همدې شکل ته چي په لوح محفوظ کي پروت دئ ترتیب کتبي وايي. او همدا قران مجید په همدې ترتیب (په یوه وار) د لوح محفوظ څخه و اسمان (بیت المعمور) ته را نازل سوی دئ :
سُوۡرَةُ القَدر: اِنَّاۤ اَنۡزَلۡنٰهُ فِىۡ لَيۡلَةِ الۡقَدۡرِۖ ۚ‏﴿۱﴾
بيشكه موږ (اللهﷻ) دغه (ټول) قران د قدر په شپه نازل کړ. دا چي ولي اللهﷻ د ځان دپاره د جمع صیغه (موږ) کارولي ده؟ دا عینا په دې ډول ده لکه موږ چي و خپل یوه مقابل شخص ته د هغه د احترام او د یو تشریفاتي شکل په توګه د (ته) پر ځای د (تاسو) خطاب کوو.    
– ترتیب نزولي :
سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل / الإسرَاء:  وَقُرۡاٰنًا فَرَقۡنٰهُ لِتَقۡرَاَهٗ عَلَى النَّاسِ عَلٰى مُكۡثٍ وَّنَزَّلۡنٰهُ تَنۡزِيۡلًا﴿۱۰۶﴾.
موږ دغه قران ټوټه ټوټه نازل کړی دئ چي ته (علیه الصلوة و السلام) یې و خلګو ته په آرامۍ سره ولولې (و ورسوې).
قران مجید پر نبي کریمﷺ باندی د ترتیب کتبی په ډول باندی نه بلکه په تدریجي ډول
(د ۲۳ کالو په جریان کي) را نازل سوی دئ. په دې معني چي د وخت د
(پېښو د وقوع، حالاتو او موضوعاتو) د ضرورت مطابق به، د قران مجید د هغه کتبي ترتیب د (اول، وسط او یا هم اخري قسمتونو) څخه یو یا څو ایاتونه یا سورة (کوم چي په هغه موضوع پوري به یې اړه درلوده) را نازلېدل.
بلا متشابه دا داسي مثال لري لکه یو څوک چي ښکار او یا هم خپل یوه دښمن ته په خزه(کمین) کي ناست وي او ځان ته یې په ترتیب سره :
۱- راکټ انداز او د هغه د مرمیو یو صندوق،
۲- ده شکه او د هغې د مرمیو یو صندوق،
۴- کلاشنکوپ او د هغه د مرمیو یو صندوق،
۵- چره ای توپک او د هغه د مرمیو یو صندوق، ایښی وي. نو بنا پر تصادف :
– که يې مخي ته یو زرکه، یوه هیلۍ راسي نو طبعي خبره ده چي د پنځم صندوق یو چره ای مرمۍ به و خپل چره ای توپک ته ور تېره او خپل ښکار به په وَوَلِي، نه د اول صندوق څخه د راکټ انداز او یا ده شکې په مرمۍ.
– که یې مخي ته د غره یو پسه او یا د ده یو انسانی دښمن راسي نو لازمه به وبولي چي د کلاشنکوپ په مرمۍ یې وولي نه د ده شکې او یا راکټ انداز په مرمۍ.
– دغه رقم که یې مخي ته د دښمن یو ټانک راسي نو بیا هم طبعي خبره ده چي د اول صندوق د راکټ انداز په مرمۍ یې باید وولي نه د چره ای توپک په مرمۍ. 
– او که د دښمن یو هیلکوپتر(څرخکي تیاره) پر راغله نو بیا به هم لازمه وي چي د
(ده شکې) په مرمۍ یې وولي نه د چره ای توپک په مرمۍ. 
د کلام الله ایتونه به په خپل وخت کي، د هغه وخت د موضوعاتو د ضرورت سره سم ، البته بېله دې چي ترتیب کتبي یې په نظر کي ونیول سي، را نازلېدل او صحابه کرامو به هغه، په هغه خپل ترتیب سره لیکل. هر ایت چي اول به نازل سوی وو، هغو اول نمبر او چي دوهم به نازل سوی وو، هغه به دوهم نمبر، او بیا نو ځه تر پایه پوري په همدې ډول نمبر واره لیکل کېدل.
کله چي قران کریم و اختتام ته ورسېد نو جبرایل امین راغی او ټول قران مجید یې د علیه الصلوة والسلام سره تکرار او د ترتیب کتبي په مطابق یې د قران کریم د ترتیب لارښونه ورته وکړه چي په لوح محفوظ کي اول سورة الفاتحه ده نو سورة الفاتحه باید د قران په اول کي راسي وروسته دا سورة، او بیا دا، او بیا دغه، …….). تر څو دغه پر تاسي باندي د نزول لرویه ترتیب سوی قران کریم، په لوح محفوظ کي د لیکل سوي قران(کتبی قران) په ترتیب سره سي. همدا کار وسو ولي په دې وخت کي قران مجید د مصحف په شکل لا نه و لیکل سوئ.
بیا د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه د خلافت په دور کي د (یمامې) په جنګ کي د ډېرو حفاظو تر شهادت وروسته (د دې بېري چي که دغه سلسله دوام پیدا کي، داسي نه چي د قران مجید بعضي حصص ضایع سي)، و حضرت زید بن ثابت رضی الله تعالی

عنه ته چي د قران حافظ او د وحي د کاتبانو څخه وو، د قران د راټولېدو او جمع کېدو وظیفه ورکول کېږي او هغه هم دې کار ته ملا تړي ترڅو بالاخره قران مجید د صحیفو په شکل کي (په کتابي شکل) و لیکل سو. او دغه قران مجید اول د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه بیا وروسته د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه او بیا د بي بي حفصې بنت عمر رضی الله تعالی عنها څخه وو.
بیا وروسته د حضرت عثمانرضی الله تعالی عنه د خلافت په زمانه کي حضرت خذیفهرضی الله تعالی عنه د اذربایجان و منطقو ته ځي.د هغه ځایه څخه د بیرته راتګ په وخت کي و حضرت عثمانرضی الله تعالی عنه ته وایي چي ما د قران کریم د نسخو په اړه د خلګو په منځ کي و یوه او بل ته د تکذیب(درواغو ویلو نسبت) تر سرحده اختلافات وليدل. که ته کوم تدبیر و نه کې، داسي نه چي امت د یهودو او نصاریٰ په شکل په خپل منځ کي سره، په جنګ و جدل باندي اخته نه سي.
نو حضرت عثمانرضی الله تعالی عنه د بي بي حفصې څخه هغه مصحف را غواړي. حضرت زید بن ثابت رضی الله تعالی عنه او درې نور صحابه کرام د هغه په نقل امر کوي او د قریشو څخه شل نور صحابه کرام انتخابوي چي قران کریم باید د هغو و مخته تلاوت سي تر څو که کوم لفظ او حروف د قریشو د لهجې څخه مخالف وي هغه ایسته او پر ځای یې هغه کلمه ور واچوي چي د قریشو په قبیله کي مروجه وي. لکه په بعضی مصحفونو کي چي د (مَرَوْ او سَعَوْ) کلمه په (مَشَوْ) سره راوړل سوه.
سُوۡرَةُ البَقَرَة : يَكَادُ الۡبَرۡقُ يَخۡطَفُ اَبۡصَارَهُمۡ‌ؕ كُلَّمَاۤ اَضَآءَ لَهُمۡ مَّشَوۡا فِيۡهِۙ … ﴿۲۰﴾
بالاخره همداسي وسوه او اوس دادی د قریشو د لهجې مطابق قران مجید لرو.
دا چي قران مجید چا پر۳۰ سپارو ووېشئ؛ هري سپارې ته چا دغه نوم ورکئ تاریخي کتابونو په دې هکله بلکل خاموشي اختیار کړې ده. د قران مجید په ۱۱۴ سورتونو کي په یوه حساب ۶۶۶۶  ایتونه او په بل حساب ۶۶۱۶ ایتونه دي.
د ایتونو د تعداد دغه اختلاف په حقیقت کي په قران مجید کي د بعضي ایتونو د انکار او یا د بعضي ایتونو د ور ګډېدو په معنی سره نه دئ. بلکه د اختلاف وجهه یې داده :
چي د تلاوت په جریان کي که نبي کریمﷺ د یوه اوږد ایت په منځ کي درېدلی وي نو
بعضو د نبي کریمﷺ دغه د ایت په منځ کي وقف، معیار نیولی هغه یو ایت یې په دوه ایتونو حسابلی دئ. او یا داسي چي علیه الصلوة والسلام دوه ایته تلاوت کړي اما وقف یې نه دئ کړی نو په دې حساب دوه ایته په یوه ایت سره حساب سوي دي.
– د ایتونو شان نزول :
د قران د ځینو آیتونو نزول د هغه وخت د یوې خاصي واقعې، شخص، سوال او سبب سره اړه او ارتباط لري نو دغه ارتباط ته د هغو آیتونو شان نزول وایي.
د شان نزول فایده داده چي د حکم نوعیت راته ښيي، موږ ته اسانه کوي چي پوه سو اللهﷻ زموږ څخه څه غواړي. د قران کریم هر ایت ځانته شان نزول نلری. ځني ایتونه د پېښو مطابق نازل سوي او ځني نور یې بیا نه. ددې معني دا کېږی چي که په اینده کي هم همداسي پېښ سي نو دغه یې حکم دئ.
– بعضا آیت یو، ولي د شان نزول اسباب یې ډېر وي، بعضا بیا برعکس سبب یو  خو په اړه یې ایتونه ډېر نازل سوي وي او یا هم سبب یو اما حکم یې عام وي مثلا:
سُوۡرَةُ النِّسَاء : يٰۤـاَيُّهَا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا لَا تَقۡرَبُوا الصَّلٰوةَ وَاَنۡـتُمۡ سُكَارٰى …﴿۴۳﴾
اې [هغه کسانو چي ایمان مو راوړی دئ (یعني اې مومنانو)] !
د نشې په حالت کي پر لمانځه باندي مه درېږئ. دا د شرابو ترحرمت(حرام والي) د مخه نکل دئ. هغه وخت چي بعضي صحابه د نشې په حالت کي پر لمانځه ودرېدل او امام په لمانځه کي د قراءت په تلاوت کي سهوه سو. نو دغه ایت نازل سو. نو هَادَیْ سبب یو ولي حکم یې عام سو. یعني مختص په هغه ګروپ پوري نه سو چي د نشې په حالت کي پر لمانځه درېدلي وه.
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : … فَلَمَّا قَضٰى زَيۡدٌ مِّنۡهَا وَطَرًا زَوَّجۡنٰكَهَا لِكَىۡ لَا يَكُوۡنَ عَلَى الۡمُؤۡمِنِيۡنَ حَرَجٌ فِىۡۤ اَزۡوَاجِ اَدۡعِيَآٮِٕهِمۡ اِذَا قَضَوۡا مِنۡهُنَّ وَطَرًا ؕ وَكَانَ اَمۡرُ اللّٰهِ مَفۡعُوۡلًا‏﴿۳۷﴾.
علیه الصلوة و السلام خپل غلام (زيد بن حارثه) ازادوي، او د خپل زوی په نوم یې
نوموي او مني. وروسته يې نکاح د (زینب بنت جحش) سره ورکوي. تر واده وروسته څرنګه چي (زید او زینب بنت جحش) یو خوشحاله ګډ ژوند نه درلود. نو د طلاق  تصمیم یې نیول کېږي. خو نبي کریمﷺ ورته فرمایي چي د اللهﷻ څخه وبېرېږه او

طلاق مه ورکوه. په داسي حال کي چي د اللهﷻ اراده بیا پر دې وه چي زینب بنت جحش دي (زوجة النبي= د نبي کریمﷺ بي بي) سي. او رسول اللهﷺ دا خبره په دې وجهه په خپل زړه کي پټه ساتله، چي خلګ به نو بیا څه وايي. ځکه زید بن حارثه خو ما د خپل زوی په صفت باندي منلی او بللی دئ.
دلته اللهﷻ فرمایي : کله چي زید بن حارثه، زینب بنت جحش طلاقه او عدت یې تېر سو نو موږ هغه و تاته په نكاح دركړه. ترڅو پر مؤمنانو باندي د هغه ښځو سره په نکاح کولو کي چي د زید بن حارثه په رقم مشکل کي وي ستونزي رامنځته نه سي.
– او بعضا که بیا سبب خاص وي نو حکم یا الفاظ یې هم خاص وي.
سُوۡرَةُ النُّور: وَالَّذِيۡنَ يَرۡمُوۡنَ اَزۡوَاجَهُمۡ وَلَمۡ يَكُنۡ لَّهُمۡ شُهَدَآءُ اِلَّاۤ اَنۡفُسُهُمۡ فَشَهَادَةُ اَحَدِهِمۡ اَرۡبَعُ شَهٰدٰتٍۭ بِاللّٰهِ‌ۙ اِنَّهٗ لَمِنَ الصّٰدِقِيۡنَ‏﴿۶﴾ وَالۡخَـامِسَةُ اَنَّ لَـعۡنَتَ اللّٰهِ عَلَيۡهِ اِنۡ كَانَ مِنَ الۡكٰذِبِيۡنَ‏﴿۷﴾
دغه آیت د (هلال بن امیه) په هکله نازل سو. دې سړي ادعا درلوده (ویل یې) چي ما د خپلی ښځي سره یو سړی ولیدئ خو شاهد یې نه درلود. ده د نبي کریمﷺ په حضور کي خپله دعوه پېش کړه. او بیا دغه آیت نازل سو. او داسي حکم و سو چي دی به څلور واري پر خپل ځان دا شاهدي اداء کوي چي دی د صادیقینو څخه دئ.
او پنځم وار به وایي چي که دی درواغ ووایي نو داللهﷻ لعنت دي پر ده باندي وسي.
سُوۡرَةُ البَقَرَة : وَلِلّٰهِ الۡمَشۡرِقُ وَالۡمَغۡرِبُ‌ فَاَيۡنَمَا تُوَلُّوۡا فَثَمَّ وَجۡهُ اللّٰهِ‌ؕ … ﴿۱۱۵﴾.
په دې ایت کریمه کي چي اللهﷻ راته فرمایي [چي دا مشرق (لمر خاته خوا) او مغرب (د لمر لوېدو خوا) خاص اللهﷻ لره دي]، د دې څخه مطلب یوازي مشرق او مغرب نه، بلکه د دې مځکي هره لوېشت، لوېشت ورځني مقصد ده. ځکه کله چي مځکه پر خپل محور باندي راڅرخي نو هره لوېشت یې په یوه لحظه کي مشرق او د یو څو ثانیو په تېریدو سره هغه لوېشت د خپل بل راتلونکي لوېشت دپاره مغرب ګرځي. په
دې حساب ټوله مځکه ورځني مراد سوه نه یوازي مشرق او یا هم مغرب.   
ځکه نو اللهﷻ راته فرمایي چي زه د زمان او د مکان څخه پاک یم.د يوې څنډي څخه تر بلې څنډي پوري دا ټوله مځکه زما دپاره ده، زما له حکم سره سم چي هر لوري ته
مخ وګرځوی، هغې خواته زما مخ (زما ذات) دئ، په هغه خوا کي مي رحمت ستاسي
و خوا ته متوجه او عبادت مو قبلوم. په ظاهره خو نو دغه ایت دا ثابتوي چي که تاسی په کور دننه او یا د کور باندي لمونځ کاوه نو مخ مو و هرطرف ته کولای سئ. خو که شان نزول ته یې وکتل سي، موضوع داسي نه ده بلکه د يهودو اونصرانيانو پر دې باندي سره جنګونه و شرونه وه چي یوې ډلي د بیت المقدس شرقی حصه ښه او د خپلي قبلې په حیث منل او بلي ډلي بیا د بیت المقدس غربي حصه. او د مسلمانانو سره یې بیا د(کعبې او بیت المقدس) د قبلې ګرځولو پر سر جر و بحثونه وه.
– د مکي او مدني ایتونو او سورتونو مسله :
په دې هکله معیار د نبي کریمﷺ اوسېدل او اصلي سکونت دئ. په دې معنی چي :
– و مدینې منورې ته د علیه الصلوة والسلام تر هجرت دمخه د هغه اصلي سکونت مکه مکرمه وه نو په دغه وخت کي که علیه الصلوة و السلام په مکه کي او یا د مکي څخه دباندي بل ځای ته په (مؤقتي) سفر تللی، یو یا څو ایتونه یا سورة پر نازل سوی وي، ټولو ته مکي (ایتونه یا سورة) ویل کېږي.
– او کله چي یې بیا و مدینې منورې ته هجرت وکړ. یعني اصلی سکونت مدینه منوره
سوه. نو که په دغه وخت کي علیه الصلوة والسلام په مدینه منوره او یا و بل ځای، د مثال په ډول مکې مکرمي ته(د حج، د مکې د فتحي په وخت کي،…) تللی، یو یا څو ایتونه یا سورة پر نازله سوي وي نو هغه ته مدني (ایت یا سورة) ویل کېږي نه مکي.
حتی داسي هم پیښ سوي دي چي یو سورة ټول مکي وي ولي یو ایت یا څو ایته یې مدني وي. او یا هم برعکس یې ټول سورة مدني ولي یو یا څو ایته یې مکي وي.
دلیل یې بیا هم هغه د وخت د پېښو پېښېدل، حالات او د موضوعاتو ضرورت وو.
د ناسخ او منسوخ نکل : په همدې هکله بیان دي په صفحه       کي  د
سُوۡرَةُ البَقَرَة : مَا نَنۡسَخۡ مِنۡ اٰيَةٍ اَوۡ نُنۡسِهَا نَاۡتِ بِخَيۡرٍ مِّنۡهَآ اَوۡ مِثۡلِهَا‌ؕ….‏ ﴿۱۰۶﴾
ایت کریمه په ترجمه او لنډ تفسیر کي دي وکتل سي.
                         د تفسیر په اړه باید وویل سي چي :
– تفسیر په لغت کي و ظاهرولو ته وایي، اما په اصطلاح کي په واضح الفاظو سره دیوه
ایت د معنی(چي د هغه څخه د اللهﷻ مقصود څه دئ)؛ د هغه څخه د احکامو او

مسایلو را اخیستل؛ د احادیثو او د صحابه د اقوالو او د شان نزول] بیانول دي.
تفسیر باالرای (یعني د خپلي رای و نظر پر اساس د تفسیر کول) :
علیه الصلوة و السلام فرمایي : که چا په قران کي د خپلی رائ پر مبنا باندي د یوه شي اظهار او بیان کاوه، نو خپل ځای دي په جهنم کي ولټوي. البته :
– دا د هغه شخص په هکله دئ چي هغه د علم تفسیر، علم حدیث او اقوال صحابه، علم لغت عربي، اصول فقه علم نه وي کړی خو د قران د پېچیده مقاماتو تفسیر محضي د خپلي رائ پر بنیاد کوي.[د علم څرک به یې څوک په ذره بین کي نه سي لیدلای اما دی به د متشابهاتو؛ ناسخ و منسوخ، د یوه ایت د شان نزول په اړه د خپلي رائ اظهار کوي، د یوه ایت د معنی په برخه کي بېله شرعي دلیله وايي چي دلته د اللهﷻ دغه مقصود دئ]. خو که د پورته متذکره علومو علم یې کړی وي نو د خپلی رائ د اظهار ممانعت نسته. [ځکه علیه الصلوة والسلام و عبدالله ابن عباس ته دعا وکړه چي یا اللهﷻ! و ده(عبدالله ابن عباس) ته د قران علم او فهم ورعطا کړه، چي د هغه څخه د مسایلو په اخذ او د تاویل په برخه کي، د ضرورت په وخت کي د خلګو مشکلات په حل کړای سي].
– دا د هغه شخص په هکله دي چي خپله رائ ته اصل قرار ورکوي او د هغي د تصدیق د پاره قران د دلیل په توګه ارایه کوي. (د خپل غلط موقف د بیان له پاره قران مجید د دلیل په توګه پېشکش کوي. یعني قران تابع د خپلی رائ ګرځوي.
تاویل :  تاویل په لغت کي و بیرته (ورکولو، اخیستلو) ته وایي. په اصطلاح کي یو لفظ کېدای سي په عربي ژبه کي(ډېري او یا هم مختلفي معناوي) ولري. نو د یو آیت په تفسیر کي د هغه لغت د یوې خاصي معنی استعمال ته تاویل، ویل کېږي. مثلا :
سُوۡرَةُ آل عِمرَان : تُوۡلِجُ الَّيۡلَ فِى النَّهَارِ وَتُوۡلِجُ النَّهَارَ فِى الَّيۡلِ‌ وَتُخۡرِجُ الۡحَـىَّ مِنَ الۡمَيِّتِ وَتُخۡرِجُ الۡمَيِّتَ مِنَ الۡحَـىِّ‌ وَتَرۡزُقُ مَنۡ تَشَآءُ بِغَيۡرِ حِسَابٍ‏ ﴿۲۷﴾.
دلته د وَتُخۡرِجُ الۡحَـىَّ مِنَ الۡمَيِّتِ د ظاهري معنی څخه داسي معلومیږي چي اللهﷻ
ژوندی د مړي څخه را باسي.
د علامه جرجانی رح (چي یو ایرانۍ عالم دئ) په اند که داسي ووایو چي اللهﷻ د هګی څخه (چي یو مړ شی دئ) چيچی(چي یو ژوندی موجود دئ) پیدا کوي نو دا تفسیر سو. او که موږ ددې څخه داسي معنی واخلو چي اللهﷻ د کافر څخه (چي د مړي حیثیت لري) یو مؤمن(چي د ژوندي په معنی دئ) پیدا کوي او یا هم د جاهل څخه عالم، دغه نو بیا یو تاویل سو.
د تاویل په صورت کي باید :
– قران ته مراجعه وسي (ځکه د قران کریم بعضي حصص د قران کریم د نورو حصصو وضاحت، تفصیل او تشریح راته بیانوي.
– احادیثو ته مراجعه وسي(خو په دې صورت کي بیا هم باید د ډېر احتیاط څخه کار واخیستل سي. د قران په تفسیر کي د هغه احادیثو څخه (چي پر هغو د موضوع او ضعیف واله اعتراضات موجود وي) باید جلوګیري وسي.
– د صحابه وو او تابعینو اقوال، – د عربی لغت پوهنه، – د شرعيه قواعدو پوهنه :
(دا چي کوم حکم د کوم ایت څخه را و ایستل سي. او په کومه طریقه سره د احکامو استنباط وسي. د شرعیه قواعدو د پوهېدو څخه ماسوا نه سي کېدای.)

——————————-

– قران یوه معجزه ده :
– څوک د قران په آیاتونو او مطالبو کي نقص، کمۍ، تضاد او اختلافات نه سي په ګوته کولای.
سُوۡرَةُ النِّسَاء :
اَفَلَا يَتَدَبَّرُوۡنَ الۡقُرۡاٰنَ‌ؕ وَلَوۡ كَانَ مِنۡ عِنۡدِ غَيۡرِ اللّٰهِ لَوَجَدُوۡا فِيۡهِ اخۡتِلَافًا كَثِيۡرًا‏﴿۸۲﴾
آیا دوی د اللهﷻ په کلام کي فکر نه کوي!. که دغه د بنده کلام وای نو ډېر
(نقایص، تضاد او اختلافات) به پکښي موجود وای.
– د قران د نزول په وخت کي په عربو کي عربي ژبه د کلام د فصاحت او بلاغت،
شعر و شاعری له نظره په خپل هغه عروج کي وه. کله چي خلګو دا بیانونه شروع کړه چي دا قران د ځانه جوړ سوی یو بشري کلام دئ نو اللهﷻ و انسانانو د قران د
ایاتونو د جوړېدو په هکله مختلف چلینجونه ورکړه. ورته ویې فرمایل چي :
سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل / الإسرَاء : قُلْ لَّٮِٕنِ اجۡتَمَعَتِ الۡاِنۡسُ وَالۡجِنُّ عَلٰٓى اَنۡ يَّاۡتُوۡا بِمِثۡلِ هٰذَا الۡقُرۡاٰنِ لَا يَاۡتُوۡنَ بِمِثۡلِهٖ وَلَوۡ كَانَ بَعۡضُهُمۡ لِبَعۡضٍ ظَهِيۡرًا‏﴿۸۸﴾.
(ټول انس او جن ته خطاب دئ) چي که تاسي ټول سره یو ځای او یو د بل سره کمک هم سي، ددې قران په مثل سره یو شی نه سي راوړلای. (د ټول قران چلنج دئ)
– سُوۡرَةُ البَقَرَة
: وَاِنۡ کُنۡتُمۡ فِىۡ رَيۡبٍ مِّمَّا نَزَّلۡنَا عَلٰى عَبۡدِنَا فَاۡتُوۡا بِسُوۡرَةٍ مِّنۡ مِّثۡلِهٖ… ﴿۲۳﴾.
که تاسي د دې قران په هکله (چي موږ پر خپل بنده باندي نازل کړی دئ)، په شک کي یاست نو دده د یوه (کوچني) سورة په قسم(رقم) خو یو سورة راوړئ. (د یوې سورة چلنج).
سُوۡرَةُ هُود : اَمۡ يَقُوۡلُوۡنَ افۡتَـرٰٮهُ‌ ؕ قُلۡ فَاۡتُوۡا بِعَشۡرِ سُوَرٍ مِّثۡلِهٖ …. اِنۡ كُنۡتُمۡ صٰدِقِيۡنَ‏﴿۱۳﴾.
ایا دوی وایي چي دا (کلام) یې د خپله ځانه جوړ کړی دئ. ورته وايه چي ونیسي تاسي هم دده په رقم باندی یو لس ایتونه خو راوړئ. (د (۱۰) ایاتونو چلنج).
سُوۡرَةُ الطُّور : فَلۡيَاۡتُوۡا بِحَدِيۡثٍ مِّثۡلِهٖۤ اِنۡ كَانُوۡا صٰدِقِيۡنَؕ‏﴿۳۴﴾ (د یوه ایت، کلام ، حدیث چلنج).
که دوی رشتیا وایي نو دوی دي د دې قران په شان یوه خبره خو راوړي.           
– (د نورو کتابو برخلاف) په قران مجید کي د تحریف، تغیر او تبدیلۍ امکان په هیڅ صورت باندي ممکن نه دئ. دا ځکه چي :
– د ترجمې او تفسیر څخه یې چاته معلومېږي چي لاس پکښی وهل سوی دئ. مثلا:
سُوۡرَةُ البَقَرَة : وَاِذِ ابۡتَلٰٓى اِبۡرٰهٖمَ رَبُّهٗ بِكَلِمٰتٍ فَاَتَمَّهُنَّ ‌ؕ قَالَ اِنِّىۡ جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ اِمَامًا…‏ ﴿۱۲۴﴾
کله چي اللهﷻ، حضرت ابراهیم علیه السلام امتحان کړ.
اوس که یو څوک د همدې ایت د یوې کلمې و یوه حرکت (زېر، زبر، پېښ، سکون) ته تغیر ورکي، نو د هغه ایت معنی به دومره تغیر وکي چي څوک د ورایه په پوهېږي چي لاس په کښی وهل سوی دئ. د مثال په ډول که د اِبۡرٰهِیْـمَ (زبر) په پېښ سره ور تبدیل کي یعني (اِبۡرٰهِیْـمُ) ځني جوړ کي نو معنی به ېې سي :
چي کله حضرت ابراهیم علیه السلام راولاړ سو،(نعوذبالله) اللهﷻ ېې امتحان کړ. او دا کېدای نه سي.
سُوۡرَةُ الحِجر : اِنَّا نَحۡنُ نَزَّلۡنَا الذِّكۡرَ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰـفِظُوۡنَ‏﴿۹﴾.
اللهﷻ د دې ذمه اخیستي ده چي حفاظت یې کوم. حفاظ(قاریان) موجود دي غلطۍ یې را ګرځوي. د قران حفظ کول زموږ ذاتي کمال نه، بلکه د اللهﷻ د قدرت اظهار دئ. یو کوچنی دي یو بل کتاب دغسی ټکي په ټکي په یاد کي! چي نه یې سي کولای.
– ددی عظیم کتاب د عظمت په اړه :
– سُوۡرَةُ الحَشر: لَوْاَنۡزَلۡنَا هٰذَا الۡقُرۡاٰنَ عَلٰى جَبَلٍ لَّرَاَيۡتَهٗ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنۡ خَشۡيَةِ اللّٰهِ‌ؕ…‏﴿۲۱﴾
 که موږ دغه قران پر یوه غره باندي نازل کړی وای، نو تا به لیدلی وای چي هغه غر بېریدونکی او د اللهﷻ د بېري څخه به ټوټه ټوټه سوی وای.
– سُوۡرَةُ صٓ : كِتٰبٌ اَنۡزَلۡنٰهُ اِلَيۡكَ مُبٰرَكٌ لِّيَدَّبَّرُوۡۤا اٰيٰتِهٖ وَلِيَتَذَكَّرَ اُولُوا الۡاَلۡبَابِ‏ ﴿۲۹﴾
دغه قرآن چې مو و تاته نازل كړى دئ اِې محمدهﷺ! دا یو بركتناك کتاب دئ. ددې لپاره چي(كفار) یې په آيتونو کي فکر وکي او د(سالم) عقلونو خاوندان پند ځني واخلي. د قرآن دغه طاقت، عظمت، برکت و تبرک واله هغه وخت درک کولای او لیدلای سو چي موږ د هغه په معنی باندي ځان پوه کو، هغه په خپلو زندګیو کي را شامل او خپل ژوند د هغه پر اساساتو باندي بنا کو.
بالکل د یوې مرمۍ په شان چي که څوک هغه په لاس کي ونیسي، د هغې طاقت و چاته نه ورمعلومېږي، اما کله چي هغه مرمۍ د توپک او تفنګچی د میلې څخه فیر او هغه پر خپل هدف باندي ومښلي نو بیا یې تاثیر او موثریت ورته معلومېدای سي.  خو موږ دا کله کوو( یعني نه یې کوو)!!.
– زموږ خو اول قران زده نه دئ، تلاوت یې نه سو کولای.
– او احیانا د هغه تلاوت کول مو زده وي، تلاوت کوو یې اصلا نه،
(بس په کورونو کي مو په لسو پوښو کي ټینګ پیچلی؛ عطر په وهلي؛ په میاشتو میاشتو او حتی کلونو کي د هغه د نه را اخیستلو په سبب په دوړو کي پټ پر سرتاخ او یا طاقچه کي راته پروت وي. هغه وخت یې را اخلو چي د یوه مشکل سره مخامخ
او د اللهﷻ څخه د هغه پوسیله باندي یو حاجت غواړو. او یا که کوم څوک په سفر روانېدئ نو و قران مجید ته مو فکر سي، چي هَلَۍْ مسافر تر قران وباسي، مسافر دي

قران مچ او په سترګو پوري ومږي تر څو مسافر د هری بلا څخه په امان کي پاته سي. او یا د یوه دود او رسم و رواج په توګه په ختمونو او فاتحه خوانیو کي یوه یا څو قاریانو ته یو څو قیرانه(پیسې)
ورکول کېږي تر څو هغه تلاوت او خاتمه یې ووايي.
– او که مو کله قران احیانا د تلاوت په نیت را اخیستی هم وي متاسفانه په معنی یې نه پوهېږو. اللهﷻ په خپل کلام کي راته فرمایي چي قرآن (هدی للناس/ هدی للمتقین) دی نو چي د هغه په معنی باندي پوه نه سو نو دهغه د(هدی للناس/ هدی للمتقین) د فضایلو څخه به څنګه ګټه پورته کړای سو؟
راسئ چي دغه خبره په یو بل ډول سره مطرح کو :
 که زه په یوې خارجي ژبي د مثال په ډول (انګلیسي) باندي و نه پوهېږم اما انګلیسي  اخبار مي و مخ ته نیولی وي، لولم یې. او په دغه حال کي یو څوک پوښتنه راڅخه وکي چي د نن په اخبار کي یو جالب خبر مبر سته. او زه خپل عذر ورته ووایم چي لولم یې خو په معنی یې نه پوهیږم. نو :
– ایا په دې سره به تر هغه سړی پوری د خجالت او کم راتللو احساس و نه کم؟
– ایا دغه سړی به په خپلو مجالسو کي د طنز او مسخرو په شکل کي دا و نه وایي چي نن مي والله داسي یو نمونه انسان ولیدئ چي په انګلیسی نه پوهېدی اما د انګلیسي اخبار ېې مخي ته نیولي او وایه یې.
– او که بیا احیانا موږ د قران په معنی پوه هم سو، متاسفانه چي عمل نه په کوو.
– پاته دي نه وي چي الله ﷻ راته فرمایي چي ما دغه قران ډېر درته اسانه کړی دئ :
سورة القمر : وَلَقَدۡ يَسَّرۡنَا الۡقُرۡاٰنَ لِلذِّكۡرِ فَهَلۡ مِنۡ مُّدَّكِرٍ‏﴿۱۷﴾
په تحقیق سره (بېشکه) موږ دغه قرآن د یادولو او پند اخیستلو په خاطر اسانه کړی دئ، یعني ټول مطالب او مضامین یې د هره اړخه دومره واضح او اسان دي چي هر سړی په لږ فکر او غور سره په پوهېدلای سي. نو آیا سته یو څوک [د وطن په اصطلاح یو د نامئ زوي)] چي را مخته سي پند ځني واخلي؟
[د قران د اسانۍ په هکله ویلای سو چي قران شریفونه معمولا د ۶۰۰ په حدودو کي صفحې لري نو که همدا عدد معیار ونیسو نو :
ټوټل د قران کلمات        که د یو قرآن صفحي    په هره صفحه کي لیکي یې   په هره لیکه کي کلمات یې   
۷۸۰۰۰          =        ۶۰۰                  ۱۵                     ۹       
 که د تکرار کلمو څخه صرف نظر وسي نو ټوټل به (۱۷۰۰۰) کلمې پاته سي.
او که صرفي قوانین مطرح نه سي نو په ټول قرآن کي (۴۵۰۰) کلمې پاته کېږي چي باید څوک یې زده کي تر څو د ټول قران په معنی باندي پوه سي. نو د ۴۵۰۰ کلمو زده کول څه مشکله خبره نه ده]. نو راسئ چي دعا وکو چي الله سبحان و تعالی دي و موږ ته د قرآن د تلاوت، په هغه باندي د ځان پوه کولو او غور کولو، په هغه باندي عمل کولو او نورو ته د قرآن ور ښولو او رسولو توفیق را په نصیب کړي. امین یا رب العالمین
– د قرآن مجید په تلاوت کي باید لاندي نکات په نظر کي ونیول سي :
– اول دا فکر د ځان سره وسي چي اللهﷻ د قریب ۱۴۵۰ کالو راهیسي په منظم او پلان سوي ډول د قرآن کریم د هر آیت په وسیله و بل چاته نه بلکه مستقیما و ماته په مکرر ډول خطاب کوي.
– د قران هر آیت د نورو د پاره نه بلکه مخصوص زما په هکله ویل سوی او  یو څه را څخه غواړی.
ښه اوس نو دا سوال مطرح کېږي چي نو څه باید وکړم؟ :
– د تلاوت په وخت کي دي خپل مغز، سترګي، غوږونه، زړه، ټول و قران ته متمرکز او دعوت که. عینا په داسي ډول لکه یو سړی چي تا د ډوډی دپاره میلمه کي او ته هم ډېر وږی او مخ ته دي ډېر شیان پراته وي نو څومره به د لوږي احساس کوې او د ډوډی و شروع ته به دي څومره تلوسه(تلوار) وي.
– د تلاوت په وخت کي قران په احساس سره ولوله داسي نه لکه یو اخبار چي لولې؛ ځان په پوه که؛ ځان پکښی احساس که، دا که هغه د جنت ذکر و بیان وي او یا هم که د دوږخ.
– پر هر حکم یې د خپل ژوند اساسات بنا که. یا په بل عبارت په قران عمل وکه.
– او د الله سبحان وتعالی دغه پیام تر نورو پوري ورسوه.
او که چا ستا پر (ډُوْلْ و سرنا) باندي غوږ نه نیوئ وام نه دې نیسي، ته دي خپل بستر پر څټ که، دباندي را ووزه، و خلګو ته په نعرو سه، عینا د هغه دکاندار په قسم چي هیڅ سودا یې نه کېږي، نو مجبورا خپل سامان په کپه مپه، رېړۍ، کي ایښي نورو ځایو ته یې وړي او نعري پر وهي چي لیلام، لیلام، لیلام،…
هَلَی راسئ د یوه په قیمت دري شیان واخلي. یعني د یوه شي پیسي راکړئ او دوه نور یې مفت درسره واخلئ). په داسي صورت کي به مو انشالله یو څه سودا وسي.
– خپل ځان ته د زړه د اخلاصه دغه وروسته دعاء په داسي احساس سره وکه لکه یو څوک چي مریض او ستا زړه پر سوځی نو څومره د زړه د اخلاصه دعا ورته کوې : رَبِّی زِدْنِی عِلْمَا وَ ارْزُقْنِی فَهْمَا :
اې زما ربه! علم مي را ډېر، فهم و درک او پوهه را اعطا کړه.
  
                                                         ستاسو د دعاء محتاج  عبدالواحد واحدي            

Copyright 2023 All Rights Reserved